ملتان 09 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي جنوبي ??نجاب صوبه جوړول د تحريك انصاف منشور برخه ده۔د اكثريت نه لرلو په سوب په سمدستي توګه د صوبې جوړول ممكن نه ؤ خو د تحريك انصاف حكومت جنوبي ??نجاب كښې بهاولپور او ملتان كښې سيكرټريټ جوړولو سره د جنوبي ??نجاب صوبې جوړولو پلو ګام پورته كړے كوم به چې سباؤن كښې د جنوبي ??نجاب صوبې جوړولو بنياد وګرځي، ن ليګ جنوبي ??نجاب صوبه جوړولو له مخلص نه دے۔كه دواړو ګوندونو غوښتلے وي نو په خپل دور كښې ئې صوبه جوړولې شوه۔ تحريك انصاف د جنوبي ??نجاب د اولس د محروميو څخه خبر دے او د جنوبي ??نجاب اولس تحريك انصاف له بشپړ مينډيټ وركړے۔ تحريك انصاف د جنوبي ??نجاب د اولس د مينډيټ احترام كولو سره به د دې ځائې د وګړو د محروميو ازاله كوي۔د جمعې په ورځ ده په خپل كور كښې د تحريك انصاف ميرمنو ونګ جنوبي ??نجاب جنرل سيكرټري قربان فاطمه سره ملاقات كښې خبري كولې۔ ده ووئيل ځيني عناصر د جنوبي ??نجاب سيكرټريټ زغملے نشي او د دې په ضد ډنډوري كوي۔ده په ډاګه كړه چې جنوبي ??نجاب سيكرټريټ به قائم وي او بشپړ اختيارات سره به ډير زر فعاله شي۔ده ووئيل وزيراعظم د جنوبي ??نجاب سيكرټريټ جوړولو كښې خاص خوښي لري۔ هغه ښكاره امر كړے چې د جنوبي ??نجاب سيكرټريټ كښې به د ټولو محكمو سيكرټريز ته بشپړه اختيارات ترلاسه وي او په دې اړه يوه وزارتي كمېټي هم جوړه شوې كومه به چې رولز آف بزنس كښې بدلون كولو سره جنوبي ??نجاب سيكرټريټ فعالولو له زر تر زره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ د پي ټي آئي لارښودې قربان فاطمه جنوبي ??نجاب سيكرټريټ فعالولو له په بشپړه كردار ترسره كولو او د وزيراعظم پاكستان عمران خان او پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان خان بزدار په وړاندې د جنوبي ??نجاب لپاره په هلو ځلو كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ستائنه وكړه او د سيكرټريټ د اختيارات په بحالۍ ئې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي له مباركي وركړه