اسلام آباد 07 جنوري(اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان د راوي اربن ډويلپمنټ منصوبې پيشرفت د ډاډ وړ ګرځولو سره وئيلي ??ي منصوبې لپاره ټاكلي هدفونه په مقرر وخت سر كړئ او د ماحولياتي تحفظ ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره دې كښې هېڅ ډول رعايت ونه كړئ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د راوي اربن ډويلپمنټ منصوبې د پېشرفت جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ ??نر?? (ر) انور علي ??ېدر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ د دې نه علاوه د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د پنجاب وز??را??لٰې صلاحكار ډاکټر سلمان شاہ، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي چيئرمېن راشد عزيز او صوبائي چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د راوي سټي پحقله د ماحوليات تحفظ اقداماتو په منظورۍ تفصيلي ??ور وشو۔ وز??را??ظم ته ووئيل شول د ماحوليات تحفظ له مخې د منصوبې په هر پړاٶ كښې به د بوټينيکل ګارډنز جوړول باوري كولے شي٬ دغسې د منصوبې په اړه نړيوالو سرمايه كارو سره خبرې روانې دي چې مثبت نتيجې ئې زر رامخې ته كېدونكې دي ۔وز??را??ظم ته ووئېل شول وامي کمپنۍ سره هم د تفاهم په ياداښت به ډېر زر لاس??يك وكړے شي٬ د راوي سټي په منصوبه كښې استعداد زياتولو لپاره منصوبه بندې شوې او د زمكې اخستو پحقله رامخې ته شوې ټولې مسئلې حل كړې شوي او پرمختيائي كارونو لپاره درې بېس كېمپس هم جوړ كړے شوي۔ وز??را??ظم په منصوبه پيشرفت د ډاډ ور ګرځولو سره ووئيل منصوبې لپاره ټاكلې هدفونه په مقرر وخت سر كړئ او د ماحولياتې تحفظ ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو سره په دې كښې هېڅ ډول رعايت ونه كړئ۔