د نېب او اېف بي آئي ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك كېدو منظوري
اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) وفاقي کابینې د قومی احتساب بېورو او د امريكې د فېډرل بېورو آف انوسټی ګېشن(FBI) ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك كېدو ، سي ډي اے ته اسلام آباد كښې اسپیشل ټیکنالوجی زون جوړولو له د 120 اېکړه زمكې بېلولو ، ګلګت ??لتستان كښې درېو كالو لپاره د فرنټیئر کانسټېبلری تعیناتولو ، ډرګ رېګولېټری اتھارټی آ ف پاکستان كښې د 16 وفاقی ډرګ انسپکټرز تعيناتې او د هغوي د كار دائره په ګوته كولو او د جاوېد غني د فېډرل بورډ آف رېونيو چيئرمېن ټاكلو منظوري وركړې ده ۔ پېټروليم ډويژن كابينې ته هېواد كښی د ګېس شتوالي پ?? حقله بريفنګ وركړو۔ كابينې ته ووئ??ل شول برطانيې څخه د راتلونكو مسافرو نګراني كېږي او د كورونا وېكسين په اړه حتمي پرېكړه به ډېره زر وكړې شي۔ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ کابینې ته ووئ??ل شول د كورونا وباﺀ دويمې چپې په مهال پاكستان د طبي سامان په لحاظ سره په خپل كور پورا دے ۔ داخله وزارت او سي ډي اے كابينه د مارګله روډ اسلام آباد څخه د تجاوزات لرې كولو په اړه هم خبر كړې۔ کابینې ګلګت ??لتستان كښې درې كلونو لپاره د فرنټیئر کانسټېبلری او د ډاكټر محمد سعید خان جدون د ډائرېکټر جنرل، هائیډروکاربن ډوېلپمنټ انسټی ټیوټ آف پاکستان تعیناتولو منظوري هم وركړه۔ دغسې کابینې د روغتيا وزارت ته د 219.30 مل??نه روپو جاري كولو سره د قومی احتساب بېورو او د امريكې د فېډرل بېورو آف انوسټی ګېشن(FBI) ترمينځه د تفاهم يادښت لاس ليك كېدو منظوري وركړې۔ کابینې د نجكارۍ كمېټۍ او اقتصادي رابطه كمېټۍ د 24 دسمبر2020ء غونډو كښې د شوو پرېكړو توثيق هم كړے دے ۔