اسلام آباد 18 دسمبر(اے پي پي) د قا?مبل/116659.html">?ي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاك افغان دوه اړخيزه تجارت د منطقې ودې او په سوكالۍ كښې بنيادي كردار لوبوي او دوه اړخيزه تجارت به د پاكستان مصنوعاتو لپاره ??وې منزل لټولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د پاك افغان دوستي ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ 6مې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان د مېنځنۍ اسياء رياستونو سره د تجارت حجم يوازې 119 مېليونه ډالره دے كوم چې د افغانستان تجارتي لارې اسعتمالولو سره په تندۍ سره زياتېدے شي٬ د هېواد پرمختګ او د سوكالۍ انحصار ګاٶنډيانو هېوادونو سره تجارت په غوره اړيكو زياتېږي۔ سپيکر اسد قېصر ووېيل طورخم ، چمن او د انګور اډې پشمول په افغان پولو به سوداګرو ته سهولتونه وركولو لپاره كوټلے سرحدي انتظام ضروري دے۔ ده د ارباب شهزاد په مشرۍ كښې ويزا سهولت او بارډر مېنجمنټ اېنډ كامرس لپا??ه ټاسك فورس جوړ كړے۔ ده د دواړو هېوادونو د ??وې ټرانزټ ټرېډ لوظنامې لپاره په مشاورت كښې د ټولو شراكتدارو د شاملولو په حاجت هم زور رواړو د كومې تجديد چې جنوري كال 2021 كښې كېږي۔په دې موقع د ټولو اړوندو چارو احاطه وكړې شوه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم صلاحكار ارباب شهزاد، افغانستان لپاره خاص استازي صادق خان، د قا?مبل/116659.html">?ي اسمبلۍ غړې شندانه ګلزار ، محسن داوړ ، نفيسه خټک او د داخله وزارت ، اېف بي آر ، تجارت ، اېس بي پي او د اين ايل سي سينئر چارواكو ګډون وكړو۔