اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د کراچي سرکلر رېلوے (کے سي آر) بحال كړے شوے او 25 كاله پس 16 كلوميټره اوږده سي آر كراچۍ اولس لپاره د پرانستلو په مهال وفاقي وزير ?? رېلوے سېكرټري سکندر سلطان راجه، سي اي او دوست علي لغاري، د كراچۍ ډي اېس نثار مېمن او نورو شخصياتو سره د كراچۍ سټي نه تر كراچۍ كېنټ سټېشن په سي آر كښې مزل هم وكړو، د کے سي آر په يو كوچ 90 لكه روپۍ لګښت راغلے چې پرې 17 مېليونه روپۍ لګېدلي او څلوېښت ډبۍ جوړې كړې شوي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير ??ېخ رشيد احمد د زيارت په ورځ د كراچۍ سركلر رېلوے پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل آخر ھغه ورځ ر??غل?? چې 25 كاله پس كراچۍ سركلر رېلوے اولس لپاره پرانستلې شوه، ده ووئيل د دې ټول كرېډټ د سپريم کورټ پاكستان چيف جسټس، د وزيراعظم عمران خان حکومت،د سندھ حکومت، د پاکستان رېلوے ??ارواكو او ملازمانو له وركوٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير ??ېخ رشيد احمد كرايه د 50 نه د 30 روپو كولو اعلان هم وكړو