اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د مشترکه مفادات کونسل غونډه كښې هيواد كښې د ميرمنو او ماشومانو خوراك كښې د كمي په مسئلو قابو موندلو لپاره د 350 ا??به روپو د منصوبې په پېل كولو اتفاق راغلے دے۔ دې پينځه كلنه منصوبې لپاره به 175 ا??به روپۍ وفاقې حكومت او د دې برابر به صوبې وركوي۔ د مشتركه مفادات كونسل غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب٬ ??ندھ ٬ خيبر پختونخوا او بلوچستان اعلٰی وزيرا??و ګډون كولو۔ پاكستان كښې د غذائيت د كمي او سټنټنګ په منصوبه د خرڅ مجموعې اندازه 350 ا??به روپۍ ولګولې شوه او د دي موده به پينځه كاله (مالي كال 2020 نه تر 2025ء) وې۔ دې منصوبې نه به د هيواد 30 فيصده آبادي مستفيد شي كومه كښې به چې يونيم كروړ ميرمنې او تر دوو كالو عمر 39 لكه ماشومان شامل وې۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې وفاقې حكومت به د خوراك څيزونو رسولو ٬ د نوو هېلته وركرز بهرتي كولو او د كار استعداد زياتولو سره د ريس??چ او مانټرنګ ذمه وارې تر سره كوي ٬ او صوبې به د موجوده ليډې هيلته وركرز٬ كميونټي هيلته وركرز د لارې د متعلقه آبادۍ په ګوته كولو٬ د پروګرام مېنجمنټ ٬اداره جاتي انتظام٬ د شمېرې تجزيه او تبادلو په ذريعه د منصوبې نفاذ باوري كوي ۔ په هيواد كښې توان سره د اړوندو چارو په اړه دا پرېكړه وشوه چې مشتركه مفادات كونسل به راروانه غونډه د راروان كال په وړومبنې مياشت كښې كوي٬ ځكه چې د بريښنا٬ ګيس او د ايندهن لاګت سره اړوندو چارو له به حتمي شكل وركوي او د اوبو مسئلې به حل كوې