لاهور۔31اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د نظرياتي او جغرافيائي پولو ساتنه د حكومت ذمه واري ده۔ د ا??از صادق بيان سم نه دے۔ د پاكستان بريا د متنازعه كولو ه??ه كولې شي۔ د اپوزيشن بيانونه د هېواد سلامتيا له تباه كن دي۔ پاكستان مخالف بيانيه قومي اسمبلۍ ??ښې بهادرۍ سره بيانولې شي۔ د ا??از صادق بيانيه په هندي ميډيا پرله پسې روانه ده۔ كه پښې مو رپېدې نو په بله ورځ به مو د هند دوه الوتكې نه رانسكورولې۔ هغه د جمعې په ورځ پي آئي ډي لاهور ??ښی خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل نن د مينې وېشلو ورځ ده۔ عمران خان يو ريښتونے او پوخ مسلمان دے۔ د نبی کریمؐ په شان ??ښې خبره وشوه نو عمران خان په بشپړه توګه غږ پورته كړو۔ هغه ووئيل د نواز شريف پېروي كوؤنكې ګټلې شوې مقابله څنګه متنازعه جوړوي۔ تاسو ټولو وليدله۔ شهباز ګل ووئيل مسلم ليګ د عمران خان دښمنۍ ??ښې دومره وړاندې تلې دي چې هند سره ملګرتيا كوي۔ ګوجرانواله، کراچۍ او كوئټه كښی ئې څه ونكړل نو اوس پاكستان مخالف بيانيه اسمبلۍ ??ښې وړاندې كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ د جنېوا كنونشن نه وړاندې د مدينې رياس?? منو په كوم چې په ښكاره ډول وئيلي شوي دي چې بنديوانو سره څنګه سلوك بايد وكړے شي۔ هغه ووئيل ستاسو بيانيې سره دښمن هېواد ??ښې خوشحالۍ دي۔ هندي ميډيا دا په بشپړه توګه وچولوله۔ هغه ووئيل د اهلكار مقبول بټ په هندي زندان ??ښې ژبه كټ كړې شوه ولې هغه د هېواد په ضد يوه خبره ونكړه او نه ئې كوم راز ښكاره كړو۔ او تاسو د څو ټكو په خاطر هر څه ووئيل۔ كرنل بابر كوم چې په وھيل چيئر دے چا چې دښمنانو سره جنګ وكړو٬ هغه ووئيل زمونږ د ځوانانو پښې رپي نه بلكه د هغې قرباني وركوي۔ هغه ووئيل سياسي او عسكري مشرتابه او عدليه له به په دې سوچ كول وي او كوډ آف كنډكټ به جوړول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې هغه ووئيل فواد چوهدري د هېواد سلامتيا په ضد كومه خبره كړې نه ده هغه د سفارتي هڅو په اړه خبره كړې ده