اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) ايوان صدر كښې د لوئے اختر لمونځ كورونا نه د حفاظت په تګلاره عملدرآمد كولو سره ادا كړې شو۔ د اولس په نامه وېډيو پېغام له مخې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خپل كور كښې د اختر لمونځ ادا كړو۔ وروستو هغه د ايوان صدر عملې ته د اختر مباركي ??ركړه۔ اولنۍ مېرمنه بېګم ثمينه علوي هم په دې موقع موجود وه۔ يو بل ته د اختر مباركۍ وركولو په مه??ل كورونا نه د بچ كېدو په تګلاره عمل وكړے شو۔ سماجی فاصله په ځائې وساتلې شوه۔ ټولو وګړو ماسك اچ??لے وو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل ?? قربانۍ اختر د خوشحالۍ په موقعه ټول اولس او اسلامي نړۍ ته مباركي ??ركوم۔ د ذوالحجې مياشت ?? قربانۍ٬اطاعت ٬ خواخوږۍ او نظم وضبط درس وركوي۔ دې نه وړاندې ايوان صدر كښې د اختر لمونځ ادا كړے شو كوم كښې چې سماجي فاصله په ځائې وساتلې شوه۔ لمونځ ګزارو ماسك اچولو سره د اختر لمونځ ادا كړو۔