کوئټه 14 جولائي ( اے پي پي )د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ ( اېن ډي اېم اے) چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد افضل په بولان ميډيكل كمپلېكس (بي اېم سي) كوئټه كښې د كرونا و??ئرس لپاره د جوړ كړے شوو آئسولېشن و??رډز او د آئي سي يو دوره كړې ده ۔ په دې موقع د بي اېم سي ميډيكل افسر ډاکټر سليم ابړو چيئرمېن ليفټيننټ جنرل محمد افضل ته د کرونا و??ئرس د آئسوليشن و??رډز،آئي سي يو او د کرونا و??ئرس ټېسټ لپاره د بېلې كړي لېب په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د كرونا و??ئرس څخه بچ كېدو لپاره په كوټلو ګامونو پورته كولو د بلوچستان حكومت د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ ده په بي اېم سي كوئټه كښې د كرونا و??ئرس په ضد د جنګېدونكو د فرنټ لائن ډاكټرانو ٬ طبي عملې او د اړوند سټاف د كاركردګۍ هم ستائنه وكړه