اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او اصلاحات وفاق?? وزير اسد عمر وئيلي دي د حكومت د موثره اقداماتو او د اولس لخوا په احتياطي تدابير د عملدرآمد ښې نتيجې رامخې ته كېږي ، كه احتياط مو وكړو نو صورتحال به بهتر شي، كه احتياط ونه كړے شو نو خطر به زي??ت شي، د جون تر 30مه نېټې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره د 2 لكه 25 زره څخه څه كم?? او زياته كېدے شي . ده دا خبرې د جمعې په ورځ په اېن سي او سي كښې د اطلاعات او خپرونو وفاق?? وزير سېنېټر شبلي فراز سره خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د منصوبه بندې وفاق?? وزير اسد عمر ووئيل د پوهانو د رائے له مخې تر جون د كورونا وائرس د كېسونو شمېره 3 لكه ته د رسېدو امكان څرګند كړے شوے ؤ خو د كورونا وائرس د كېسونو اوسنې صورتحال تر مخه د جون تر 30مه نېټې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره د 2 لكه 25 زره څخه كم?? يا زياته كېدل امكان لري ۔ ده ووئيل د دې شمېرو نه معلومېږي چې كه مونږ سم كار وكړو نو صورتحال به په قابو كښې وي. وفاق?? وزير ووئيل قام د ذمه وارې او د احساس څرګندونه كړې او حكومت د اېس او پيز په خلاف ورزې كارروائې كړي. ده ووئيل د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا د كورونا څخه بچ كېدو لپاره اصول جاري كړے شوي چې پكښې د ګڼې ګوڼې او په اولسي ځايونو كښې د ماسك اچول ل??زمي ګرځولے شوي۔ اېن سي او سي د جون په 4مه نېټه ص??بو ته د سماجي فاصلې او ماسك اچولو په خلاف ورزې د انتظامي كارروائې هدايت كړے ؤ. دده ووئېل ټولو ص??بو په دې هدايات عمل كړے. ده ووئيل د ص??بو لخوا په اونۍ كښې درې ځله اېن سي او سي د شمېرو په اړه خبرولے شي او د نورو ادارو لخوا هم معلومات وركړے كېږي. د دې شمېرو نه څرګندېږي چې ډېر خلق په حفاظتي اقداماتو عمل كوي. ده ووئيل د مئي د نيمائي نه په ټول هېواد كښې د لاك ډاٶن لړې روانه وه، د جون په 14مه نېټه اېن سي او سي په 20 لويو ښارونو كښې هاټ سپاټس په ګوته كړل۔ ده ووئيل د كورونا وائرس د كېسونو زياتېدو تر مخه خلقو د ماسك اچولو او د څو ځله لاسونو وينځلو پشمول په احتياطي تدابير عمل كړے چې ورسره په صورتحال كښې څه بهتري راغلې.