اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفا??ی وزیر اسد سپارښتنه كړې چې ټولې صوبې دې ریسورس مینجمنټ سسټم كښې د كورونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره شوې اقدامات او تازه معلومات شئیر كړ??۔ ده د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر(این سی او سی) غونډې ته خطاب كولو۔په غونډه كښې د كورونا وائرس وبا له امله د تازه صورتحال جاج واخستلې شو۔ په دې موقع وفا??ی وزیر اسد عمر ووئيل ریسورس مینجمنټ سسټم (آ ر ایم ایس) كورونا وائرس په اړه د هيواد په ټولو ښارونو كښې روغتونونو كښې د كټونو او وینټی لیټرز پشمول د نورو آسانيو په اړه تازه معلومات وركو??۔ د فورم ګډون كوونكو ?? دې نظام په كاركردګۍ د اطمینان څرګندونه وكړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفا??ی وزیر اعجاز احمد شاه ،وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا، وزیر اعظم د كورونا وائرس فو كل پرسن ډاكټر فیصل سلطان، وزیر اعظم سلاحكار تانیه ایدروس، وزیر اعظم د قامی سلامتیا سلاحكار ډاكټر معید یوسف، كوارډینیټر این سی او سی لیفټیننټ جنرل حمودا لزمان خان ،صوبائی چیف سیكټريز او ازاد جمو او كشمیر ،ګلګت بلتستان نمائندګانو پشمول اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو