اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) صدر ډاكټرعارف علوي بلوچستان كښې د اېف سي د مئي په 8 مه او 18 مه نېټه د شهيد شوي افسر او ځوانانو كورنيو ته ټېلېفون كولو سره هېواد لپاره ??ان قرباني كوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ د ايوان صدر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر ووئيل خپلې خاورې له د ځان په قرباني كوؤنكو شهيدانو وياړ لرؤ۔ قام دوئي ته سلام كوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي د شهيدانو لوړو درجو او د دوئي كورنيو له د زغم دعا وكړه۔ صدر د مئي په 8 مه نېټه د شهيد شوي مېجر نديم عباس بھټي ، نائیک جمشې??، لانس نائیک خضرحیات، لانس نائیک تیمور، سپاهی ندیم او سپاهی ساجد كورنۍ سره ټېلېف??ني تماس ونيولو۔ دغسې صدر د مئي په 18 مه نېټه د شهيد شوي نائب صوبېدار احسان اللہ خان، نائیک زبېر خان، نائیک اعجاز احمد، نائیک مولا بخش او ن??ئیک نور محمد كورنۍ سره هم ټېلېف??ني تماس ونيولو