اسلام آباد ۔ 8 اپرېل (اے پی پی) سپريم كورټ د كورونا وائرس مخنيوي له د پورته كړو ګامونو په اړه د وفاقي حكومت لخوا د وركړې شوي بريفنګ اعل??مي?? جاري كړې ۔ د شورؤ په ورځ د عدالت عظمی لخوا جاري كړې اعل??مي?? كښې وئيلې شوي د چی?? جسټس ګلزار احمد په مشرۍ كښې د کورونا وائرس مخنيوي په لړ كښې د حكومتي ګامونو په اړه مهمه غونډه د ججز بلاك كنفرنس روم كښې وشوه۔ غونډه كښې جسټس عمر عطاء بندیال، جسټس مظهر عالم میاں خیل جسټس سجاد علی شاہ او جسټس قاضی محمد امین ګډون وكړو۔ د وفاقي حكومت لخوا د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا، د ??ما??ي تحفظ او بې وزلۍ كمولو خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټننټ جنرل محمد افضل او اټارنی جنرل خالد جاوېد خان ګډون وكړو۔ جاري كړی شوې اعل??مي?? كښې ووئيلې شول د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا لخوا د كورونا وائرس مخ نيوي له د حكومتي ګامونو او د هېواد موجوده حالاتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د ګرد هېواد د ټولو روغتونونو اېمرجسني سروس 24 ساعتو له پرانستې دے۔ نجي روغتونونه هم د لاك ډاؤن په مهال د خپل چارو ترسره كولو څخه نه دې منع كړې شوي۔ بياهم نجي روغتونونو ته وړاندېز وركړې شوې چې هغه د ډبليو اېچ او پروټوكول ترمخه كار كولې شي۔ د روغتيا څانګې عملې ته د روزانه په بنياد تربيه وركولې شي۔ بهر هېوادونو څخه مسافر قرنطينه سېنټر كښې ساتلې شي۔ اعل??مي?? كښې ووئيل شؤ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن غونډې ته ووئ??ل هېواد كښې د كورونا ټېسټ صلاحيت زياتولو له ګامونه پورته كولې شي۔ وېنټی لېټرز ، ماسک او او نور بنيادي طبي سامان اخستو سره بېلو روغتونونو ته وركوؤ۔ د كورونا تشخيص لپاره ګرد هېواد كښې نوې لېبارټرۍ جوړولې شي۔ اعلاميې كښې دا هم ووئيلې شو د احساس پروګرام مشرې ثانيه نشتر غونډې ته بريفنګ كښې ووئيل وفاقی حکومت د بې وزله كورنيو مرستې له احساس پروګرام پېل كړې ۔ په مجموعي توګه به د دې پروګرام د لارې 12 ملينه كورنيو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركولې شي۔ د مرستې روپې به د بائيو مېټرك تصديق څخه وروستو جاري كولې شي۔ اعل??مي?? كښې وئيلې شوي چي?? جستس ګلزار احمد په تفصيلي بريفنګ وركولو د حكومتي غړو مننه وكړه۔ اعل??مي?? كښې وئيلې شوي چي?? جسټس د كورونا مخنيوي له حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ چی?? جسټس ووئ??ل هيله لرؤ چې حكومت به د كورونا وائرس مخنيوي له بشپړه ګامونه پورته كړي۔ دې څخه وړاندې سپريم كورټ ته بريفنګ وركولو څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل سپریم کورټ ته مو د كورونا وائرس لا امله د هېلت اېمرجنسی، هېواد كښې د روغتيا موجوده آسانيو او د قرنطينه مركزونو په اړه بريفنګ وركړې۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل د وفاقي حكومت لخوا پورته كړو ګامونو څخه سپريم كورټ خبر كړې شو۔ د سپریم کورټ ججان صاحبان حكومتي ګامونو او حكومتي كار څخه مطمئن دي