اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي ??ي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د كرونا وائرس په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه د اپرېل په شپږمه نيټه رابللې ده ۔ اسد قېصر به د 25 ك??يز?? پارلماني كمېټۍ د غونډې مشري كوي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د وزيراعظم قامي خزانې لپاره سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د تج??رت سلاحكار عبدالرازق داٶد به د معيشت بحالۍ په اړه غونډې ته بريفنګ وركوي۔ قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرال محمد افضل به كمېټۍ ته به د کرونا وائرس وبا په موجوده صورتحال او د ريليف په اقداماتو بريفنګ وركوي۔ په غونډه كښې به د كمېټۍ غړي د وېډيو كفنرنس د لارې ګډون كوي۔ د يادونې وړ ده پارلماني كمېټي د كرونا وائرس پحقله د معاملو جاج او نګرانۍ لپاره جوړه كړې شوې چې پكښې د??لس د قامي اسمبلۍ او ديارلس د سېنېټ غړي شامل دي۔