اسلام آباد ۔ 8 مارچ (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير بېرستر فروغ نسيم وئيلي دي د م??رمنو حېثيت ټولنه كښې د يوې اثاثې دې۔ د م??رمنو نړيوالې ورځې په مهال مېرمنو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ مېرمنې د نوي نسل تربيه كولو سره سره د پاكستان پياوړتيا له هم كار كوي۔ د اتوار په ورځ د م??رمنو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ده ووئيل د مور ٬ خور او لور نه واخله تر ډاكټر ٬ انجينئر ٬ استاذ كېدو د ژوند هره يوه څانګه كښې مېرمن خپل كردار لري۔ مېرمنو ثابت كړې چې دوئي هر يو كار كولې شي۔ زمونږ فرض دي چې مېرمنو ته يو برابر موقعې وركړو دغسې چې دوئي بدلون راوستلو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ مېرمنې د جنسي تېرو څخه ساتلو له چاپېرچل جوړول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل انفورسمېنټ آف وېمېنز پراپرټی رایئټز اېکټ مېرمنو ته ددوئي حقونو وركولو پلو يو مهم ګام دے۔ اوس به مېرمنې جائيداد كښې ددوئي قانوني او شرعي حق څخه څوك محروم كولې نه شي۔ په مالي توګه خپلواكه مېرمنې د تشدد او استحصال څخه د بچ كېدو صلاحيت لري۔ زمونږ حكومت او د قانون وزارت به د م??رمنو مالي خپلواكۍ له كار كوي۔ ده ووئيل مونږ به د م??رمنو ژو??د پياوړې جوړولو له ټولې هڅې روانې ساتو او كه د م??رمنو آواز غلې كړې شو نو مونږ به ئې غږ جوړ شؤ