اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) نوموړي عالم دين مولانا طارق جم??ل وئيلي دي د دسمبر 16 مې نېټې څخه پېل كېدونكي د حكومت د پوليو ختمولو كمپائن ك??ې دې هر يو وګړې برخه واخلي او خپلو كوچنيانو ته دې پوليو څخه د ساتنې څاڅكې ضرور وركړي۔ د زيارت په ورځ جاري شوي ويډي?? بيان ك??ې نوموړي عالم دين مولانا طارق جم??ل ووئيل پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكو په اړه دې مور او پلار غلط فهمۍ سره مخ نه وي چې دا لوئيديز هېوادونه جوړوي۔ ده په دې لړ كښې د يوې واقعې ذكر كولو سره ووئيل حضرت سعد بن ابي وقاص په 10 نوموړو صحابه كرامو كښې دے ٬ هغه باندې د زړه دوره راغلې وه نو نبي كريم (ص) درملنو له يو كافر طبيب ته استولې ؤ ۔ ده ووئيل د پوليو ختمولو قامي كمپائن ګرد هېواد كښې د دسمبر 16 مې نېټې څخه پېل كېږي په دې مهال دې مور او پلار كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكې ضرور وركړي دغسې چې مونږ دې رنځ څخه خلاص شوو ۔ په دې اړه چې كوم ابهام رامخې ته كړې شوې دا يو سازش دے