اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېکتر سهېل محمود د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع د نهې په ورځ خارج?? وزارت كښې ډپلومېټك كور ته بريفنګ وركړو۔ خارجه سېکتر د هند لخوا په مقبوضه جمو ?? کشمير كښې د روان بشري حقونو د سنګين خل??ف ورزيو په اړه ډپلومېټك کور خبر كړو۔ د خارجه د??تر وياند له مخې خارجه سېكتر په دې موقع ووئيل په مقبوضه جمو ?? کشمير كښې بنيادي بشري حقونه معطل دي او هلته بشپړه لاك ډاؤن او په ميډيا پرله پسې بندېز دې۔ خارجه سېكتر ډپلوميټك کور خبرولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د خپلواكۍ حق غوښتنه كوٶنكي بې ګناه كشميريان په پېلټ ګنز په نښه كېږي او تر اوسه د يو نه زيان زيات بې ګناه كشميريان٬ د هندي جبر او تشدد له امله شهيدان شوې دي۔ په دې موقع ډپلومېټګ کور د مقبوضه جمو ?? کشمير اندېښمن صورتحال نه خبرولو لپاره يو ډاکومنټري هم وښودلې شوې چې پك??ې په بې ګناه كشميريانو هندي ظلمونه په ډاګه كړې شوي