اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردو?? عاشق اعوان وئيلي دي چې د نن نه 27 كاله وړاندې د دسمبر په 6مه نې??ه كال 1992م كښې د هندو انتها خوښي ګوند آر اېس اېس لخوا د بابري ??وم??ت د شهادت د ورځې په مناسبت د هندي فلم پاني پت ريليز د افغانانو او مسلمانانو په ضد د هند د معتصانه سوچ عكاسي ده، په دې فلم كښې د افغان اتل احمد شاه ابدالي د تشخص مجروح كولو ناكامه هڅه شوې. په ټويټر په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې هند خلق ما نه پوښتنه كوي چې زه افغانانو لپاره ولې ټويټ كوم، په دې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې زه نه يو??زې افغانانو بلكې په پاكستان كښې اوسېدونكو پښتنو لپاره هم ټويټ كوم. هغې ووئيل چې په پاكستان كښې د 26 مليونو نه زيات او په افغانستان كښې د پښتنو شمېره 12 مليونه ده، دوي ټول د هند په دې اقدام قهرېدلي دي.