اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پارليمان د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام وئېلي دي د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د كشمير مسئلې په اړه چې كوم اقدام پورته كړې هغه كشمير كمېټۍ له پورته كول پكار وو۔د سېنېټ چيئرمېن ته پیرزوئنې وړندې كوو۔دا خبره سيد فخر امام د كشمير په اړه قامي پارليماني كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړه۔سيد فخر امام ووئيل نن په كنفرنس كښې د ګرد هېواد استازي موجود دي كوم چې دا عكاسي كوي جې مونږ ټول د كشمير په مسئله يو موټې يو۔ده ووئيل په بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم په نړۍ كښې مثال نه موندلې كېږي خو هغوي دوي د آزادۍ نه محرومه كولې نشي۔ده ووئيل ?? هندي وزيراعظم مودي يو دريځ دے چې هغه د دې منطقې امن تباه كول غواړي۔هغه د دې منطقې اجاره دارۍ ترلاسه كولو لپاره هره ناكامه او ناپاكه حربه كاروي۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن ووئيل كشمير د پاكستان څخه كله هم جدا كېدې نه شي۔پاكستان او كشمير لازم او ملزوم دي۔ده ووئيل ?? مقبوضه كشمير په اړه زمونږ دريځ تسليم كولو نه پس ملګرو ملتونو قراردادونه منظوري كړي د كومو چې بنيادي وجه دا وه چې زمونږ دريځ درست او جائز ؤ۔ده ووئيل عمران خان يو ديانتدار انسان دے٬مونږ له ه??ه سره اودرېدل پكار دي٬مو??ږ په يو والي د پاكستان ګټھ ترلاسه كولې شو۔ده ووئيل ?? يو كس له امله چين پرمختګ كړې٬مونږ د چين مننه كوو د چا په سوب چې د ملګروملتونو په سېكورټي كونسل كښې مسئلې ته دومره اهميت وركړی شوې ۔ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې يو مهم مقام لري ځكه چين د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ده ووئيل چين د ايران سره 400 اربه ډالره تجارتې لوظ نامه كړې او دغې سره به د منطقې سباؤن ډېر زر بدل شي۔ده ووئيل په لسو كشميريانو يو هندي پوځي اودرولې شوې خو بيا هم د كشميريانو غږ نشي غلې كولې