ملګري ملتونه 31 اګست (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي حكومت لخوا پرله پسې كرفيو له امله هلته د سخت انساني بحران صورتحال دے٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ذمه وا??ي ده چې د خپلو قراردادونو په رڼا كښې د كشم??ر مسئله حل كړي٬ په كومو كښې چې كشميريانو سره د خپلې خوښې د پرېكړې كولو ??وظ شوے۔ العربيه ټي وي سره په يوه مركه كښې هغې ووئيل چې ټوله نړۍ د خپلواكۍ حق مني خو د جمو او كشمير د اولس په اړه ولې څوك فكر نه لري٬ آيا هغوي ځكه نظر انداز كولې شي چې هغوي مسلمانان دي۔ هغې ووئيل چې هندي پوځ كشمير د كرفيو د لارې د نړۍ نه بېل كړے٬ دا وخت دے چې نړۍ د دې مسئلې حل لپاره خ??ل كردار ترسره كړي۔