اسلام آباد 27 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې راتلونكې مياشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كشمير مسئله په پوره تيارۍ سره پورته كوو٬د هند سخت مخالفت سره هم ?? امنيتي كونسل بېړنۍ غونډه رابلله زمونږ ډې??ه لويه سفارتي كاميابي ده٬د پاكستان په پارليمان كښې موجود هر يو ګوند د كشمير په مسئله يو دريځ خپل كړې٬پاكستان به د بې ګناه كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬د ستمبر په 9مه نېټه به پھ جنيوا كښې د بشري حقونو د كميسون په غونډه كښې ګډون كوم۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته د هند لخوا د اګست په 5مه نېټه په مقبوضه جمو كشمير كښې د يو اړخيزه اقداماتو او د دې نه پس پھ منطقه كښې ?? امن او امان په صورتحال د تفصيلي بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔د غونډې مشري محمد احسان الله توانه وكړه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو نه علاوه د خارجه وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔خارجه وزير غونډې ته ووئيل چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬?? امنيتي كونسل صدر٬د او آئي سي عمومي سېكتر او د بشري حقونو كمشنر ته د هندي اقداماتو نه وړاندې او وروستو خطونه لېږل شوي۔دوي د صورتحال نه خبر كړی شوي چې هند دې يو اړخيزه اقداماتو سره په مقبوضه جمو كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ده ووئيل چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د تېرو 23 ورځو نه شپه او ورځ كرفيو ده۔مواصلاتو بندېز دې د??سې حقائق د نړۍ نه پټ وساتلې شي۔پاكستاني او كشميري اولس د هند دا اقدامات د وړاندې نه رد كړې دي۔ده ووئيل چې راتلونكې مياشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كشمير مسئله په پوره تيارۍ سره پورته كوو٬د هند سخت مخالفت سره هم ?? امنيتي كونسل بېړنۍ غونډه رابلله زمونږ ډې??ه لويه سفارتي كاميابي ده٬د پاكستان په پارليمان كښې موجود هر يو ګوند د كشمير په مسئله يو دريځ خپل كړې٬پاكستان به د بې ګناه كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬د ستمبر په 9مه نېټه به پھ جنيوا كښې د بشري حقونو د كميسون په غونډه كښې ګډون كوم