اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د كابینې اقتصادی رابطه كمېټۍ (ای سی سی) اولس ته آسانۍ وركولو له د نانبائيانو لپاره ګاز په زړه بيعه د 30 جون 2019 ء په كچه بحال كړې، ای سی سی ??وډ?? په زوړ نرخ باوري كولو له صوبائی حكومتونو او اړوندو چارواكو ته د موثره پرائس كنټرول باوري كولو سپارښتنه كړي ده ، اقتصادی رابطه كمېټۍ د كاټن په درآمد 10 فیصده د ریګولیټری ډیوټی لګولو پريكړه هم كرې۔ د كابینې اقتصادی رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د وزیراعظم د خزانې سلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ په مشرۍ كښې اوشوه، په غونډه كښې د ??وډ?? بيعه كښې د زياتوالې جاج واخستلې شو او د اولس په ګټه د 01 جولائی 2017ء راهسې نانبائيانو تنورونو لپاره د ګاز په بيعه د نظرثانی په لړ كښې د توان وزارت تجویز منظوری كړې شو ۔ غونډې ته ووئيل شول په ??وډ?? كښې 55 نه تر 60 فیصده بيعه د غنمو وي كوم چې نه دې ګران شوي ، 01 جولائی 2019 څخه په نوې ټیر?? كښې د تنورونو لپاره د ګاز بيعه نه وه زياته شوې، د ??وډ?? په نرخ كښې د ګاز بي??ې تناسب 20 نه تر 25 فیصده وي۔ په غونډه كښې ??وډ?? په زوړ نرخ باوري كولو له صوبائی حكومتونو او اړوندو چارواكو له د موثره پرائس كنټرول باوري كولو سپارښتنه شوې ده ۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د غنمو په صورتحال تفصیلی راپور وړاندې شو، ای سی سی تيره غونډه كښې د دې راپور وړاندې كولو سپارښتنه كړې وه۔ غونډې ته ووئيل شول پاسكو او صوبائی محكمې د خوراك سره 7.635 ملیونه ټنه د غنمو پانګې لري۔ د ای سی سی په غونډه كښې د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت د اړخه وړاندې كړې سمری باندې د كاټن په درآمد د 10 فیصده ریګولیټری ډیوټی لګولو پريكړه وشوه۔ په غونډه كښې د كسټم ایكټ مجریه 1969ء سیكشن (1) A 212 ترمخه د ”اتھورائیزډ اكنامك آپریټرپروګرام” نفاذ منظور?? هم وركړې شوه۔اقتصادی رابطه كمېټۍ د سینټرل پاورپرچیزنګ ایجنسی (سی پی پی اے) ته الټرن انرجی لیمیټد، كوټ ادو پاوركمپنی لیمیټډ، اوسركاری څانګې جینكوز سره د ایل این جی پیداوار لپاره نظرثانی شوې بيعې لپاره عبوری ایګریمنټ او فوجی كبیروالا او روش پاورلیمیټد سره په عبوری ??وظ??امه د لاس ليك منظور?? هم وركړه٬ د دې ??وظ??امې موده په 30 جون 2018 ختم شوې وه۔ په غونډه كښې د قامی غذائی تحفظ او تحقیق وزیر صاحبزاده محمد محبوب سلطان، د منصوبه بندی وزیر مخدوم خسروبختیار، د میری تائم افئیرز وزیر سید علی حیدرزیدی، د نجكارۍ وزیر محمد میاں سومرو، د پاور وزیر عمرایوب خان، د وزیراعظم سلاحكار ډاكټرعشرت حسېن او د وزیراعظم د پیټرولیم خاص سلاحكار ندیم بابر ګډون كولو۔