ملتان ۔12مئی (اے پی پی) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې سركټ هاؤس كښې د لوړې كچې غونډه وشوه كومه كښې چې د بېلو محكمو د كاركردګۍ او په پرمختيائي منصوبو د پ??ش رفت جاج واخستې شو۔ د چيف وهپ ملك عامر ډوګر او پارلماني سېكتر زېن قرېشي په شمول د قومي او صوبائي اسمبلۍ غړو غونډه كښې ګډون وكړو۔ د??هم كمشنر عامر خټك د وېسټ منېجمنټ كمپنۍ ٬ واسا او پرمختيائي منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې مهال خطاب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افسوس خبره خو دا ده چې په پخواني دور كښې ملتان كښې د اولس د هيلو ??رم??ه پرمختيائي كار نه دې شوې ۔ پخوا ددې منطقې فنډ لاهور ته منتقل كړې شو چې ورسره دلته د محرومۍ احساس زيات شو۔ د?? زياته كړه چې مونږ به پنجاب حكومت څخه ملتان كښې د انفراسټركچر پياوړتيا له د خاص فنډز غوښتنه كوو۔ د?? ووئيل وېسټ منېجمنټ کمپنۍ كښې د 3 نيم اربه روپو كرپشن پلټنې به د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ دلارې كولې شي۔ د?? ووئيل په دغه كرپ??ن كښې پخوانۍ سياسي مشرتابه هم كك??ه پاتې شوې۔ د?? خپل خطاب كښې د سېورېج نظام د اپ ګرېډ كولو هم امر وكړو۔ د?? ووئيل د ښار په 35 فيصد برخه كښې د سېورېج نظام نه موندل كېدل د افسوس خبره ده۔ صوبائي غړو د ملتان سېوريج مسئلو حل له په اسمبلۍ كښې غږ پورته كړې۔ د?? ووئيل په تېرو 5 كلونو كښې يوازې 1.4 کلومیټر سیوریج غزولې شوې دې كوم چې د پخوانو حكمرانانو د نااهلۍ ثبوت دې۔ د?? هدايت وكړو چې د يو ارب 25 كروړ واسا نادهندګانو په ضد دې كرېك ډاؤن وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل چې سياسي مشرتابه د ښار پرمختګ له د ضلعي انتظاميه سره څنګ په څنګ ولاړه ده