اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پا??ستان ن??ۍ كښې د اوبه خور تر ټولو لوئې نظام لرونكې هېواد دے ولې د فعاله پا??ېسيو او انتظام نشتوالي لامله د اوبو كمي سره مخ دے۔ ده دا خبره د آبي وسائلو سېكتر عرفان علي او د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن لخوا د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د وركړې كېدونكي بريفنګ په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل اباسين په تاريخي توګه د سندھ د تهذيب مهمه ستن پاتې شوې ولې نن د پا??ستان آبي معيشت د اوچېدو خطر سره مخ دے ولې چې سړي سر مېشته اوبه كومې چې كال 1951ء كښې 5260 مکعب میټره وې كال 2016ء تر ي1000 مكعب ميټر ته راغلې۔ ده ووئيل په كال 2025ء كښې د دې تر 860 مکعب میټره كمېدو امكان دے۔ ده ووئيل پا??ستان د ماحوليات بدلون څخه متاثره كېدونكې د نړۍ په 10 اولنيو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل پخوا د اوبو وسائلو څانګې ??نصوبو ته په سياسي كچه كم پا?? ګرځولې شوې چې لامله ئې پي اېس ډي پي 13 فيصده څخه مالي كال 2017-18ء كښې 3.7 فیصده پاتې شوې۔ اولس مشر په دې خبره زور راورو چې قامي آبي پا??ېسۍ كښې د اوبو كارولو او د ترجيحاتو تعي?? ، ?? آبي وسائلو پرمختګ ٬ د موسمیاتی بدلون اثر ، د پولې دواړو اړخونو ته د اوبو شيئرنګ په ډول چارو ته خاص پا?? لرنې او په وخت عملدرآمد ته اړتيا ده ٬ دغسې چې په ټولنه ئې ګټور اغېز اوشي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په قامي آبي پا??ېسۍ كښې په وضعه كړې شوو ستراتيجيكي ترجيحاتو په بشپړه ډول او فعاله توګه عملدرآمد دې وكړې شي دغسې چې ګ??د هېواد كښې د آبي وسائلو انتظام باوري كړې شي۔ ده ووئيل په راتلونكو 12 كلونو كښې د ټاكلې شوو آبي هدفونو ترلاسه كولو په صورت د اوبو پياوړې نظام ترلاسه كېدې شي