اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) د تركيې خبري اژانس انا ??ول??ه (اے اے)د پاكستان او تركيې ترمينځه د خ??رونو د تبادلې لپاره د قامي خبري اژانس اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)سره مرستې قوي كولو لپاره خوښۍ څرګنده كړې ده ۔په انقره كښې د انا ??ول??ه ايجنسۍ انټرنېشنل نيوز چيف ايډېټر فاروق طوكات د نهې پھ ورځ پلاوي سره د”اے پي پي”هېډكوارټرز دوره وكړه۔د “اے پي پي”منيجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهري سره ملاقات كښې د دواړو خبري اژانس تر مينځه د خ??رونو د تبادلې موجوده لوظ نه علاوه د ابلاغ ذريعو عصري تقاضو له مخې د”اے پي پي”او “انا??ول??ه”ترمينځه په پراخه همكارۍ زور راوړلې شو ۔هغه د انا??ول??ه ايجنسۍ چارې رامخې ته كړی كومه چې 41 بيوروز٬ 101 نمائندګان او 3500 د فري لانس خبريالانو عالمي نېټ ورك لري۔ده ووئيل انا??ول??ه ايجنسي د خ??ص سافټ ويئر د لارې د خ??رونو د چربه سازۍ مسئلو مخ نيوې كوي او دې سره سره پھ دې لړ كښې د ګيلو ازالې لپاره د عدالتونو څخه هم مراجعه كوي۔دوهم ډائرېكټر جنرل او ايډيټر انچيف متين متانوګلو”اے پي پي”ته د خ??رونو په اړه مرستې لپاره پھ انقره كښې د انا??ول??ه ايجنسۍ سره د خپل نمائنده په ځائ كولو وړاندېز وكړو۔د”اے پي پي”منيجمنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهدري د تركيې پلاوي ته په قامي او مقامي ژبو كښې د قامي خبري اژانس ادارې چارو په اړه ووئيل چې په چينائي او فارسۍ ژبو كښې د خ??رونو په جاري كولو هم غور روان دے۔ده ووئيل د نورو غېر ملكي خبري ادارو په تعصب لرونكو مواد په ځائ د باور وړ خبرونو تر لاسه كولو لپاره د دوست هېوادونو خبري ادارو ترمينځه مرسته ډېره مهمه ده۔د انا??ول??ه ايجنسۍ انټرنېشل آپرېشنز ډائرېكټر اورال يسل او د ماركيټنګ و كارپورېټ كميونيكېشن مشر يلما زيمن هم د ملاقات په مهال موجود وو۔د “اے پي پي”لخوا د اكنامك سروس ډائرېكټر بلال تهيم د اردو سروس انچارج حنيف صابر هم د ملاقات په مهال موجود وو