اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) اسلام آباد هائي كورټ الع??يز??ه سټيل ملز كېس كښې په طبي بنيادونو د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ضمانت خواست خارج كړو۔ د ګل په ورځ د عدالت عاليه په جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر كياني مشتمل دوه ??سيزه بېنچ مختصره پرېكړه اورولو سره د ضمانت خواست خارج كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې احتساب عدالت پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته د 7 كاله زندان او جرمانې سزا اورولې وه ??ومې څخه وروستو چې نواز شريف په طبي بنيادونو د سزا معطل كولو او ضمانت خواست كړې وو۔ د اسلام آباد هائی کورټ دوه ??سيزه بېنچ د فريقېن دليلونه اورېدو څخه وروستو د روانې مياشتې په 20 مه نېټه د كېس پرېكره محفوظ كړې وه۔