اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پ??کستان خاص جغرافیائي او ستراتيجيكي چاپېرچل او د سعودي عرب خاص اهميت يو داسې امتزاج دې كوم چې زمونږ سباٶن لپاره ډېر اهم دے ٬ د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پ??کستان په دوره راته ډېره خوشحالي شوې۔ د سعودي عرب زندانونو څخه د بندي 2107 پاكستانيانو په خوشې كولو د ولي عهد خاص مننه كوٶ۔ د ګل په ورځ د سعودي ولي عهد د پ??كستان تاريخي دورې په پايه كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل نن سهار چې د خوبه راويخ شوم او د موبائل مې جاج واخستو نو معلومه شوه چې هر خوا څخه د ولي عهد د پ??وني بيان چې زه په ” سعودي عرب كښې د پ??كستان سفير يم” تذكرې وې٬ د دې بيان د پ??كستان اولس ډېر ستائنه كړې ده ۔ وزیراعظم ووئيل د سعودي په زندانونو كښې د 2107 پاکستانیانو د خوشې كولو په اعلان د ولي عهد خاص مننه كوٶ۔ ده ووئيل زه د پ??كستان حكومت او اولس لخوا په دي اقدام د ھ??ه ډېره مننه كوم ځكه چې د كومو خلقو د خوشې كولو احكامات وركړې شوې دي په ھغې كښې زياتره خواري كښ دي٬ دلته د ھغوي كورنۍ دي د بده مرغه مونږ ھغوي ته دلته روزګار ورنه كړې شو دې ل??اره ھغوي مزدورۍ لپاره د هېواد نه بهر ځي۔ وزیراعظم ووئيل د پ??كستان او سعودي ترمېنځه چې د تفاهم په كومو يادښتونو لاسليك شوې ھ??ه ډېر اهميت لري په وړومبي ځل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې څانګو كښې د كار دائره پراخه كړې شوې ده٬ د تفاهم په دې دستاوېزاتو لاس ليك د پ??كستان ا-و سعودي عرب ترمېنځه اړيكو كښې د پ??اختيا عكاسي كوي۔ وزیراعظم ووئيل دا ابتدا ده او زه ګڼم چې د پ??کستان خاص جغرافیائي او ستراتېجيكي چاپیرچل او د سعودي عرب خاص اهميت يو داسې امتزاج دې كوم چې زمونږ سباٶن لپاره ډېر اهم دے۔ وزیراعظم ووئيل زه د ولي عهد د پ??كستان په دوره كولو ډېر خوشحاله شوې يم ٬ پاکستا?? د ??غوي دوېم كور دے ۔ د سعودي ولي عهد په دې موقع د وزیراعظم عمران خان مننه كولو سره ووئيل چې داسې محسوسوم چې زه خپل كور كښې يم ۔ محمد بن سلمان ووئيل زه اميد لرم چې زه به په سعودي عرب كښې د پ??كستان د سفير كردار په ښه ډول ترسره كړې شم۔ د سعودي ولي عهد ووئيل سعودي عرب د پ??کستان په سباٶن باور لري٬ پاکستان پراخه موقعې او استعداد لري٬ كال 2030 كښې به پاكستا?? د ??ين او هند نه پس درېم لوي معيشت وي٬ د پ??مختګ په سفر كښې به پاكستان سره يو۔ ده ووئيل كال 2018 كښې د پ??كستان معيشت 5 فيصده شرح سره پرمختګ كړې دې٬ دې ل??اره مونږ باور لرو چې پاكستان د سباٶن مهم معيشت دے ٬ د پ??کستان قیادت، اولس او د پ??کستان اتحادي هېواد به يو ورځ دا هېواد مهم معيشت جوړ كړي۔ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ووئيل سعودي عرب پاکستان كښې سرمايه كاري كوي٬ نن چې څه مونږ وكړل دا اوس پېل دې٬ سباٶن كښې به د دواړو هېوادنو ګډې استفادې ل?? مونږ پاكستان سره مرسته روانه ساتو