اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) د پاکستان انټر نېشنل ائیر لائن (پی آئ?? اے ) چیف ایګزیکټو او چیئرمېن ائیر مارشل ارشد محمود وئيلي دي د پی آئ?? اے مجموعی خسارہ 414 اربه روپۍ ده، د او??ن سکائی پالیسی په وجه پی آئ?? اے ته زيان رسېدلې او په مالی لحاظ زياتو ستونزو سره مخ يوو ،پی آئ?? اے كښې يوازې ملازمان نه پا??لو??ان هم جعلی ډګرۍ لري،تيرو 15 كلونو په مهال د پی آئ?? اے ملازمانو ډګرۍ نه دې تصدیق شوې۔ده د نهې پھ ورځ د هوابازۍ لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ ته بريفنګ وركولو۔د سېنېټ د قائمه کمېټۍ غونډه د كمېټۍ چیئرمېن سناتور مشاهد اللہ په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د پی آئ?? اے مجموعی کارکردګۍ ښه كولو له او په نورو چارو غور وشو۔ د پی آئ?? اے مشر کمېټۍ ته ووئيل د ښه مارکېټنګ تګلارې او اقداماتو د لارې د ادارې ښه كولو هڅې كوو۔ کمېټۍ ته وئيل شول دا مهال د ایئر فورس 7 افسران په ډیپوټېشن پی آئ?? اے كښې كار كوي، د هغوي تعیناتی اسټېبلشمنټ ډویژن د اړخه شوې۔ کمېټۍ د پی آئ?? اے اخوا كړي ملازمان پھ راروانه غونډه كښې راوبلل۔ د پی آئ?? اے انتظامی چارو پھ اړه وئيل شول پی آئ?? اے بورډ آف ډائریکټرز چلوي۔ د کمېټۍ غړو اداره ګټه وره جوړولو او مسئلو حل کولو له پھ جنګی بنیادونو د كار كولو تجویز وركړو۔ په غونډه كښې سناتور فیصل جاوید ، ثمینه سعید ، شاهین خالد بټ ، شیری رحمان ، نعمان وزیر خټك او منظور کاکړ سره د هوا بازۍ وزیر محمد میاں سومرو او د پی آئ?? اے ، سول ایوی ایشن او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو