پېښور ۔ 9 فروری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت په قبائلي ضلعو كښې د سول و??ېشن كورټ جوړولو منظوري وركړې۔ په اولني پړاؤ كښې به سول و سېشن کورټ لپاره خالي چوكۍ ډكولې شي۔ د تفصيلاتو ترمخه د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د سول و سېشن کورټ جوړولو او د خالي چوكو په باقاعده توګه منظوري وركړې۔ د اعلی وزير وې??ا ده چې د سول و??ېشن كورټ په جوړولو به د كال 545 ملینه نه د زياتو روپو لګښت راځي۔ د هېواد د نورو سيمو په ډول قبائ??ي اولس ته د انصاف رسنه ممكن كول دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې صوبه كښې شامل 7 قبائلي ضلعو كښې د آئین ترمخه د انصاف رسنه باوري كولو له د سول و سېشن كورټ منظوري وركړې شوې ده كومو كښې چې خېبر، مهمند، باجوړ ،اورکزئی، کرم، شمالی و جنوبی وزیرستان شامل دي۔ د انضمام په نتيجه كښې 7 نوې ضم شويو ضلعو له د ګرېډ 21 ډسټرکټ اېنډ سېشن جج شمېره به 7 وي۔ د ګرېډ 20 ایډیشنل ډسټرکټ سېشن جج شمېره به په مجموعي توګه 14 وي۔ دغسې 7 ضلعو له د ګرېډ 19 سينئر سول جج شمېره 7 او د ګرېډ 18 سول جج شمېره به 24 وي۔ دې سره سره د اېکسل??ی ??ملې هم منظوري وركړ شوه۔