اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د اوبو وسيلو وزارت به سږ كال د اوبو په پروژو 63 اربه 61 كروړه 60 لكه روپۍ خرڅ كوي٬ په دې رقم كښې ديامر بهاشا بند او د مومند بند لپاره 25 اربه 68 كروړه روپۍ شاملې دي۔ د وزارت ذريعو له مخې په دې پروژو كښې په دريابونو د برېښنا پېدا كولو پروژې شاملې نه دي۔ د وزارت ذريعو له مخې په دې وخت كښې هېواد د اوبو سخت بحران سره مخ دے٬ په دې تناظر كښې اوسنې ح??وم?? جامع او سنجيده ا??دا??ات كوي چې دغسې دا بحران كم كړے شي۔ د وزارت ذريعو له مخې دې پروژو سره به نه يوازې د ت??ان ضروريات پوره شي بلكې د اوبخو?? ضروريات په پوره كېدو كښې به هم مرسته وشي