اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل وئيلي دي چې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت به د كتلور ترويج او د دستكارانو او فنكارانو ډاډګېرنې لپاره هڅې روانې ساتي٬ راتلونكې كال به د دې لوي پروګرام كوو٬ زمونږ په هېواد كښې لوي ټېلنټ موجود دے٬ بايد د دې ټېلنټ ډاډګېرنه وشي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د لوك ورثه تر سيوري لاندې د قومي كلتوري لوك ميلې ايوارډ وروستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د پنجاب د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان٬ د آزاد كشمير د كلتور وزير چوهدري محمد سعيد٬ د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټره شاهيره شاهد او د ټول هېواد نه راغلي فنكاران٬ دستكاران او خلق په لويه شمېره موجود وو۔ د اطلاعاتو سېكتر ووئيل چې د دې مېلې په كاميابه كولو د خلقو٬ فنكارانو٬ انتظاميې او د لوك ورثه مننه كوم۔ ده ووئيل چې په دې مېله كښې ډېر خلق ګډون كوي او د دې مطلب دا دې چې خلق د دې نه خوند اخ??ي۔ ده ووئيل چې اطلاعاتو او خپرونو وزارت به د كتلور ترويج او د دستكارانو او فنكارانو ډاډګېرنې لپاره هڅې روانې ساتي٬ راتلونكې كال به د دې لوي پروګرام كوو٬ زمونږ په هېواد كښې لوي ټېلنټ موجود دے٬ بايد د دې ټېلنټ ډاډګېرنه وشي۔ ده ووئيل چې 10 زره فنكارانو ته به هېلتھـ كارډونه جاري كولې شي او دوي ته به هر كال څلور لكه رو??ې وركولې شي چې دغسې دوي خپل علاج وكړے شي۔ ده ووئيل چې د 200 فنكارانو به هر كال يو شو كولې شي او دوي ته به يو كس ته يو لك رو??ې انعام هم وركولې شي۔ دستورې ته نورو حكومتي چارواكو هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې فنكارانو ته انعامونه هم وركړې شول۔ دا لوك مېله د نومبر په 4مه نېټه پېل شو?? وه او د اتوار په ورځ پاې ته ورسېده۔