اسلام آباد ۔27 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن دا خبره په ډاګه كړې ده چې پاكستان به هند يا اس??ائيل سره پټې خبرې نه كوي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود احسن اقبال په ټويټ كوم كښې چې احسن اقبال حكومت څخه په اسلام آباد هوائي مېدان كوزې شوې اس??ائيلي الوتكې په اړه په سوشل ميډيا د خپور شويو خبرونو وضاحت غوښتلې د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره ووئيل حقيقت دا دې چې نه عمر??ن نواز شريف دې او نه كابينه كښې ستا په ډول كوم جعلي ارسطو موجود دے۔ ده ووئيل كه تا د پاكستان دومره فكر لرلو څومره چې څرګندوې نو نن به مونږ دې حالاتو سره مخ نه وو۔ ده ووئيل مخالفه ډلې دې فكر نه كوي ولې چې پاكست??ن نن په محفوظو لاسونو كښې دې