اسلام آباد 14 ستمبر (اے پی پی) وزي??اع??م عمران خان وئېلي دي زمونږ حكومت به عامو وګړو له آسانۍ پېدا كوي٬مونږ له به د كچه آباديو په ځاې لوي قبضه ګرې ډلې رانيول وي٬د وزي??اع??م هاؤس پشمول 15 سركاري جائيدادونه په سركاري توګه د نه كارولو سره به د كال 1100 كروړ روپۍ بچت وشي٬د مري او نتهياګلي ګورنر هاؤس به په ښه هوټلو بدلولې شي٬په وزي??اع??م هاؤس كښې به د ښه معيار پوهنتون جوړولې شي٬كه يوازې د كراچۍ د رېلوے په زمكه قبضه ختمه شي يا هغه خرڅه كړې شي نو دې سره د رېلوے خساره ختمېدې شي٬د رېلوے په اړه به د چين د تجربو څخه ګټھ پورته كولې شي٬نومبر كښې به چين ته ځم۔ده ده جمعې په ورځ په ايوان وزي??اع??م كښې د پینډۍ ايكسپرېس او ميانوالي رېل كار پرانستې نه پس خطاب كولو۔دستورې ته د رېلوے وزير ش??خ رشيد احمد هم خطاب وكړو۔وزي??اع??م ووئيل زه د رېلوے وزير ش??خ رشيد له مباركي وركوم چا چې په لږھ موده كښې زياتې هلې ځلې كړي۔وزي??اع??م ووئيل دا ښه خبره ده چې د رېلوے وزير كوم هم كار كوي په هغې كښې د هغه سوچ د عام وګړي ښه والي ??پا??ه وې۔ ده ووئېل د پاكستان بدقسمتي دا ده چې د انګريز د غلامۍ نه پس هم زمونږ حكمرانانو اولس ته په هغه نظر كتلي۔پاكستان كښې ټول پرمختګ د مالدارو ??پا??ه شوې٬مالداره زيات مالداره شوې او غريب نور هم غريب شوې۔ده ووئيل مالداره كسان د سركاري رغتونونو په ځاې په نجي روغتونونو كښې دورملنې ته پام لرنه كوي۔زمونږ د ټېكسېشن نظام داسې دې چې پكښې مالداره ټېكس نه وركوي٬ ده ووئېل 90 فيصده ان ډائرېكټ ټېكس دې٬ګراني راوستلو سره ټېكس اخستلې كېږي٬زمونږ هېواد هغه دے چرته چې غريب مالداره له رعايت وركوي خو پ?? پروګريسو جمهوريت كښې داسې نه وي٬هلته د مالداره څخه ټېكس اخستې كېلي او په غريب خرڅ كړې كېږي٬وزي??اع??م عمران خان ووئيل د ټرين سفر د عام وګړي سفر دے كوم حكومتونه چې د اولس سوچ لري هغه تل د ټرين خپل نېټ ورك له ترقي وركوي۔زمونږ بدقسمتي ده چې انګريز په هېواد كښې 11 زره كلوميټره رېلوے ټرېك پرېښودې وو او په 70 كاله كښې پاكستان 600 كلوميټره رېلوے ټرك غزولې۔ ده ووئېل په دې هېواد كښې موټروېز جوړېږي خو په موټروے غريب سړې نه شي تللې ځكه چې د هغه سره داسې ګاډې نه وي۔ده ووئيل د ايليټ ازم تر ټولو لويه نښه هم دا ده ٬ ده ووئېل مونږ د عام وګړي ??پا??ه د پټلۍ غزولو په ځاې د انګريز جوړې شوي سټېشنې هم ختمې كړي۔ده ووئيل اوسني حكومت كښې به مالداره او غريب يو شان پرمختګ كوي٬دا نه شي كېدې چې يوه ډله زياته مالداره شي او پاتې ټول قام غريب پاتې شي۔ده ووئيل زمونږ د حكومت پالېسي به دا وي چې په هر څيز كښې به د عام وګړي ??پا??ه ښه والې وي۔ده ووئيل د رېلوے پرمختګ سره ټول قام پرمختګ كوي۔عمران خان ووئيل د مدينې په رياست كښې د مدينې سركار ثابت كړې۔كله چې عام وګړي پورته كړی شو نو هغه د نړۍ مشري كونكې قام جوړ شو۔وزي??اع??م ووئيل اوسني دور كښې چين ثابته كړې چې تندۍ سر?? پرمختګ كونكې طاقت جوړ شوې۔چين چې په كوم رفتار سر?? پرمختګ كړې هغه مثالي دے۔وزي??اع??م ووئيل مونږ خوشحاله پھ دې يو چې د سي پیك ترمخه به د رېلوے ټرېك وغزولې شي۔د پېښور نه تر كراچۍ اېم اېل ون به د سي پېك ترمخه جوړېږي ۔وزي??اع??م ووئيل يو غريب وګړی د خپلو بچو سره په ټرين كښې مزل كولو ته ترجيح وركوي ځكه چې په دې مزل كښې د هغه ??پا??ه ډېرې آسانې وي۔وزي??اع??م عمران خان ووئيل مونږ تر 75 كاله مشرانو ??پا??ه په ټرين كښې د وړيا ټكټ آسانۍ اېښودې دغسې د 65كاله څخه زيات عمر وګړو ??پا??ه ټكټ په نيمه بيعه وركولې شي۔وزي??اع??م ووئيل مونږ په خپلو ق??ضو د ورځې 600 اربه روپۍ ډ سود په لړ كښې وركوو۔قرض اخستلو سره مونږ د خپلو ماشومانو سباؤن تباه كوو۔ده ووئيل يوازې په كراچۍ كښې د رېلوے په دومره زمكه قبضه ده په كومه چې د رېلوے قرضه ختمېدې شي۔ده د رېلوے وزير ته سپارښتنه وكړه چې په دې اړه په تندۍ سره كار وكړي۔مونږ په ټولو ځايونو خپلې ډلې لګولي كومې چې په سركاري زمكو قبضه په ګوته كوي۔ده ووئيل زه يو ځل بيا په ډاګه كوم چې زمونږ حكومت به د عامو وګړو ??پا??ه آسانۍ پېدا كوي۔په كچه آباديو كښې مېشته وګړو ته به لاس نه اچولې كېږي بلكې مونږ په لويو لويو قبضه ګرو ډلو ته لاس اچوو۔ده ووئيل مونږ له به د اولس پېسه په اولس خرڅ كول وي۔مونږ له به قام له احساس وركول وي چې كله مونږ پھ حكومت كښې راتللو سره پېسه خرڅ كوو نو دا پېسه به په هغه وګړو خرڅ كولې شي چاته چې دوه وخت ډوډۍ نه ترلاسه كېږي۔وزي??اع??م ووئيل خوشحاله په دې يم چې د ميانوالي وګړو ??پا??ه رېل كار ډالۍ كړی شوې ځكه چې كه هغه وګړو ما له ووټ نه و راكړې نو زه به نن دلته نه ووم۔ده ووئيل د رېلوے ټريك به نور هم زياتولې شي او د وزيرستان پشمول د هېواد لرې سيمو ته به رسولې شي۔عمران خان ووئيل چين سره مثالي اړيكې لرو هغه په نړۍ كښې پھ رېلوے نظام كښې يو جلا حېثيت لري۔په رېلوے كښې د چين ټېكنالوجي ټول روستو پرښي۔وزي??اع??م ووئيل پھ نومبر كښې چين ته ځم۔ رېلوے وزير به هم بوځم دغسې چې د چين د رېلوے نظام او تجربې څخه استفاده وكړې شي