كوئټه 25 اګست (ا?? پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د كوئټه وګړو ته پاكې اوبه وركولو لپاره به وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوم٬ د توان او د اوبو د مس??لو خاتمه د پاكستان تحريك انصاف د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي٬ د وزيراعظم عمران د وژن له مخې به د سادګې كلتور ته وده وركولې شي۔ ده دا خبرې په كوئټه كښې يوې دستورې ت?? د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د ساړه په موسم په كوئټه كښې د ګاز د فشار د كمي په اړه د اولس په شكايت به د سوئي سدرن ګاز كمپنې انتظاميې او وفاقي وزير سره خبرې وكړم چې دغسې دا مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل چې د توان بحران او اوبو د مس??لو حل لپاره به جامع حكمت عملي جوړولې شي۔