اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د فرانس د خارجه چارو وزارت عمو??ي سېكتر مورېس ګورډالټ وئيلي دي افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مثبت کردار د ستائنې جوګه دے۔ ده دا خبرې د پاکستان او فرانس د دوه اړخيزه سياسي مشاورت دريالسم پړاٶ په موقع كړې۔ په غونده كښې خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د پاكستاني پلاوي او ?? فڅانس د خارجه چارو عمو??ي سېكتر مورېس ګورډالټ د فرانس پلاوي مشري كوله۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخستلې شو او په سیاسي، اقتصادي ،تجارتي، سرمایه کارۍ، دفاع، تعلیم او ?? كلتو?? په اړه مرسته زياتولو ته سلا راغله ۔ دواړو ډلو د اروپائي ائت??اف په نتاظر كښې په زياتې شوې مرسته هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خارجه سېكترې د جمهوري او ??یاسي استحکام او هېواد كښې د امن او ??مان صورتحال كښې بهترۍ او ?? ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كولو او په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په تندۍ سره د خرابېدونكې صورتحال پحقله بريفنګ وركړو۔ دواړو ډلو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ خارجه سېكترې منطقه كښې د هېواد د خارجه پاليسۍ ترجيحاتو په خاص توګه په افغان مصالحتي عمل كښې د پاكستان د هلو ځلو پحقله بريفنګ هم وركړو۔ د فرانس عمو??ي سېكتر موریس د فرانس او ??روپائي ائت??اف ته د وطن پرېښودنكو ته ورمخې ته شوو پېښو پشمول نور چېلنجونه په ډاګه كړل۔ دواړو ډلو د نجي سېكټر ډاډګيرنې لته هم سلا شول