كراچې 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئيلي دي چې ټولټاكنې به د جولائي په 25مه نېټه كېږي٬ د نګران حكومت دا ذمه واري ده چې سپېځلې او په وخت ټاكنې وكړي او په دې لړ كښې ټول چمتووالې نيول شوے٬ ووټران اېجوكېټ كولو لپاره دې مېډيا خپل كردار ترسره كړ?? چې دغسې اولس د ښه كانديدانو ټاكنه وكړي٬ د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي٬ د اخلاقو ضابطه جوړول د ټاكنو د كميسون كار دے او پېمرا هم يوه آزاده او خپلواكه اداره ده٬ وفاق به د صوبائي حكومتونو مرسته كوي۔ ده دا خبرې د خ??لي په ورځ د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح په مزار د حاضرې كولو نه پس ??بر??ا??ان?? سره په ??بر?? كښې وكړې۔ د دې څخه وړاندې ده د پاكستان باني په مزار حاضري وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ د دې نه پس وفاقي وزير د سيورېج واټر ټريټمنټ پ??ان?? د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې موقع ??بر??ا??ان?? سره په ??بر?? كښې ده ووئيل چې ټولټاكنو لپاره تيارې ترسره كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې مونږ قوم ته پېغام وركولو چې خپل ووټ دې صحيح وكاروي۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي۔ ده ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح وژن وو چې پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړ شي۔ ده ووئيل چې خلق دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله برخه واچوي۔ ده ووئيل چې اوبه د هېواد لويه مسئله ده چرته چې د بندونو جوړولو ضرورت دے ورسره د اوبو د بچت كولو ضرورت هم دے۔