اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) الېکشن کمېشن پاکستان كښې د ټول ټاكنو 2018 تیارؤ په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه۔ د غونډې مشري چيف الېكشن ك??شنر جسټس سردار محمد رضا وكړه۔ غونډه كښې د الېكشن ك??ېشن غړو ٬ د الېكشن كېم??ن سېكتر او د الېكشن ك??ېشن نورو چارواكو ګډون وكړو۔ ايډيشنل سېكتر الېكشن ك??ېش?? ته د ټولو ټاكنو تيارؤ په اړه بريفېنګ وركړو۔ الېكشن ك??ېش?? ته ووئيلې شول په ټاكنو كښې د كارېدونكو زياتره مواد ترسيل بشپړ شوې۔ كمېش?? ته ووئيلې شوو د ډسټركټ ریټرننګ چارواكو تربيه بش??ړ كړې شوې۔ او د ريټرنګ افسرانو چارواكو تربيه به د جون په اولنۍ ترسره شي۔ د پریذائیډنګ افسرانو او سینئیر اسسټنټ پریذائیډنګ افسرانو تربيې عمل به په 25 جون ترسره شي۔ چیف الیکشن کمشنر جسټس سردار محمد رضا په دې خبره زور راوړو چې د تربيې معيار دې اعلی وساتلې شي او په دې لړ كښې دې ټول صلاحيتونه وكارولې شي۔ كمېشن تر دې دمه په شوو تياريؤی د اطمينان څرګندونه وكړه۔