اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د کینیا خارجه وزیرې ډاکټر مونیکا جوما وزیراعظم شاهد خ??قا?? عباسي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي۔ په دې موقع خارجه وزيرې سره پاكستان كښې د كينيا هائي كمشنر هم ٶ٬ خارجه وزيرې د كينيا د اولس مشر د خاص استازې په حېث د پاكستان وزيراعظم ته د كينيا دورې بلنه ورسوله۔ د م??اقات په مهال وزیراعظم برتانيه كښې د دولت مشتركه مشرانو غونډې په موقع د كينيا اولس مشر سره د م??اقات ذكر وكړو۔ د م??اقات په مهال دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ښه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره وزیراعظم شاهد خ??قا?? عباسي كينيا سره د شريكې خوښې ګڼ اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو په حاجت ټېنګار وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د کینیا خارجه وزيره ډاكټر مونیکا جوما به د مئي په دوېمه او درېمه نېټه د كينيا پاكستان ټرېډ و انوېسټمنټ كنفرنس كښې هم ګډون كوي