هرارے ۔ 26 اپرېل (اے پی پی) زمبابوے به د روان كال جولائي مياشت كښې د پاكستان او آسټريليا په ضد د درې هېواديز ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ سیریز كوربه وي۔ دې سره سره د زمبابوے او پاكستان ترمينځه ?? 5 يو ورځني نړيوال مېچونو شېډول ??م تيار كړې شوې۔ د فیوچر ټور پروګرامز ترمخه آسټریلیا له د زمبابوے دورې په مهال يو ټېسټ او پاكستان له دوه ټېسټ مېچونه كول ??و ول?? د زمبابوے كركټ كونسل د مالي ستونزې په سوب د هوم ټېسټ مېچونو كوربتوب څخه معذرت وكړو۔ د زمبابوے کرکټ مېنجنګ ډائرېکټر فېصل حسنېن خپل خبري كنفرنش كښې ووئيل دا مهال مونږ مالي ستونزې سره مخ يو له دې كبله د پاكستان او آسټريليا په ضد د ټېسټ سېريز كوربتوب نه كوؤ بياهم ددرې كركټ لوبډلو ترمينځه درې هېواديز ټي ټونټي سيريز به جولائي كښې كولې شي۔ ده ووئيل كه مالي مسئلې هوارې نه شوې نو د پاكستان په ضد ون ډۍ سيريز ځنډول ??ېدې شي