د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه ??ښې د سترې محكمې جج جسټس اعجاز الاحسن پ?? كور ډزې شوې دي۔ د پوليس ذريعو له مخې د نامعلومو كسانو لخوا پ?? كور دوه ځله ډزې شوې دي٬ د ډزو پېښې تېره شپه په 10 بجې 45 دقيقې او د اتوار په سهار په 9 بجې 45 دقيقې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو لخوا تر اوسه په بريد ??ښې ككړ كوم تن نه دې نيول شوے خو فرانزك ډلو دوه ځله د كور دوره كړې او شواهد ئې راغونډ كړي دي۔ د ابتدائي پلټنو له مخې د شپې په وخت يوه ګولې په مركزي دروازه او د س??ار په ډزو ??ښې يوه ګولې د كېچن په كړكي لګېدلې۔ ډزې په نائن اېم اېم طمانچه شوې دي۔ پوليس د س?? سي ټي وي كېمرو د لارې د پېښې د ځائ جاج اخلي۔ د سترې محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب ن??ار د جسټس اعجازالاحسن كور ته لاړو او د صورتحال ئې په خپله نګراني وكړه۔ ستر قاضي د پنجاب آئي جي ےهم د جسټس اعجازالاحسن كور ته طلب كړو۔ له بل?? خوا د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف د پېښې نوټس اخستلو سره د پنجاب آئي جي څخه راپور طلب كړے او په سمدستي توګه د تورنو نيولو حكم ئې كړے۔