اسلام آباد ۔ 6 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي شخړيز كشمير كښې د بې ګناه وګړود اوسنې شهادت څخه داسې برېښې چې كشالې د ټوپك په زر هوارول د هند پاليسي ده٬ جمو او كشمير د پاكستان او هند ترمېنجه بنيادي شخړه ده٬ د كشميري اولس د هيلو له مخې تر هواري به منطقه كښې د امن خوب نېمګړې وي٬ نړيواله ورورولي دې او ملګري ملتونه دې د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميريانو سره كړې لوظ سرته ورسوي۔ خواجه آصف دا خبرې د جمعې په ورځ كشمير سره د يوالي ورځ په مه??ل خپل پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل د كشمير غېرت مند اولس د تېرو اوو لسيزو راهسې د ملګرو ملتونو په چارټر كښې د وركړې خپلواكۍ ناقابل تنسيخ حق لپاره د هند د ظل?? او جبر په ضد بې مثله هڅې كوي۔ ده ووئيل د بې ګناه كشميريانو په ضد د اوسني جارحيت ٬ كوم كښې چې د شلو نه زيات كشميريان شهيدان او د 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ژوبل شوې ٬ په جمو او كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو د ظل?? او جبر يو ښكاره ثبوت دے ٬ ده ووئيل پاکستان به د شخړيز كشمير اولس له د خپل بنيادي ح??٬ خپلواكۍ حق تر وركول?? د ??شميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي ۔ د هند نه غوښتنه وكړه چې د قابضو امنيتي ځواكونو لخوا د بشري ح??ونو خلاف ورزيو جاج لپاره د بشري ح??ون?? د ??ائي كمشنر دفتر او د اسلامي مرستې تنظيم د خپلواكه بشري ح??ونو مستقل كمېسون ته د آزاد فېكټ فائنډنګ ډلو لېږلو لپاره آسانۍ پېدا كړي ا?? د ??شمير پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي