اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې پكښې خارجه وزير خواجه محمد آصف د امريكائي مشرتابه د اوسنيو بيانونو د پس منظر او د قامي سلامتيا كمېټۍ د په 17مه غونډه كښ?? د ??يالاتو د څرګندونې په اړه كابينه ??بر كړه وفاقي كابينې د قامي سلامتيا كمېټۍ د موقف په يوه خله تائيد وكړو چا چې تېره ورځ په 17مه غونډه كښ?? د ??مريكائي قيادت د په اوسنو بيانونو د ستختې مايوسۍ څرګندونه كړې وه۔ كابينې ووئيل د امريكې بيانونو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نسلونو څخه را??وا??ه ملګرتيا وځپلې شوه۔ كابينې ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد بې شمېره ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي او د ترهګرۍ په ضد نړيوال ج??ګ كښې ئې د يو همكار جوړېدو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ته ډېر زيان رسېدلې ۔ كابينې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پكاكستان قربانۍ ټولې نړۍ منلې دي۔ كابين?? د ??فغان كډوالو لپاره د 31 دسمبر كال 2017 نه ??ووستو پروف آف رجسټرېشن (پي او آر) کارډز او د پاکستان، افغانستان او یو اېن اېچ سي آر ترمېنځه په درې كسيزه لوظنامې په پراختيا په وړاندېز هم غور وكړو۔ غونډه كښ?? د ??فصيلي خبرو نه پس كابينې د پي او آر لپاره د 30 ورځو د پراختيا منظور وركړه او پرېكړه وشوه چې د يو اېن اېچ سي آر او نړيوالې ورورولۍ سره د افغان كډوالو ستنولو معامله به پورته كولې شي۔(