اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئېلې دي هند د پرمختيائي هلو ځلو په نوم افغان خاوره پاكستان كښې تخريب كارۍ لپاره كاروي٬ د هندي پوځ مشر د سټرائيكس پحقله بيان بېخي ناسم دے٬ دا ډول هندي بيانونه غېر ذمه واره او د منطقې امن او استحكام لپاره د خطر وړ د??٬ نړيواله ورورلي دې د هندي دړكو نوټس واخلي٬ د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه م??فوظ دے او د اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كن??رو?? نظام لرې٬ پاكستان د افغانستان پشمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې كوي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړې ۔ د اتومي پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان اتومي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه م??فوظ دے او د اتومي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كن??رو?? نظام موجود لرې۔ ده ووئيل پاکستان په دې لړ كښې د اتومي توان نړيوالې اداراې سره بشپړه م??سته كوي٬ د دې نه علاوه پاكستان ځيني سيمه ايزو هېواد??نو له د نيوكليئر تحفظ پحقله تربيه هم وركوي٬ ??ې مقصد لپاره په سنټر آف اېكسلېنس كښې د تربيې اهتمام شوې۔